کابل-ګهیځ نیوز(د تلي/ میزان ۱۱ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی، چې د تهران په ګډون په یو شمېر ښارونو کې خلکو د ایران د حکومت په ملاتړ راوتلي او جشنونه یې کړي.
واټونو ته راوتلو کسانو د حکومت د ملاتړ ترڅنګ “مرګ پر اسراييل” او “مرګ پر امریکا” شعارونه هم ورکول.
د اسراییلي او ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، ایران تېره شپه شاوخوا ۲۰۰ توغندي پر اسراییلو توغولي، چې شاوخوا ٨٠ سلنه یې د اسراییلي هوایي دفاع له خنډونو څخه تېر شوي دي.
د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتانیاهو دغه برید لویه تېروتنه بللې او ایران ته یې د سختو پایلو خبرداری ورکړی.
ویل کیږي چې.دغو بریدونو پراخ زیانونه اړولي، خو رسمي ارقام یې تراوسه نه دي په ډاګه شوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/