معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / زلینسکي وایي، د روسیې تازه بریدونو یو نیم میلیون خلک بې برېښنا کړي:

زلینسکي وایي، د روسیې تازه بریدونو یو نیم میلیون خلک بې برېښنا کړي:

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۰):
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکي ویلي، د هېواد په سوېلي اودیسه سیمه کې روسیې د ایران جوړو شویو ډرون الوتکو پرمټ بریدونه کړي، چې شاوخوا یو نیم میلیون وګړي یې بې برېښنا کړي دي. زلېنسکي ویلي، د جمعې پر شپه یې لسګونه ایران جوړې ډرون الوتکې راغورځولې دي، خو د پنځو ډرون په ویشتلو ونه توانېدل او دغو ډرون الوتکو د سیمې زېربناوو ته سخت زیانونه واړول.‌ د اوکراین ولسمشر د برېښنا بېرته فعالولو لپاره یې د انجنیرانو کار له اتلولۍ سره ورته بللی خو وايي، د برېښنا بېرته رغول به ښايي څو ورځې وخت ونیسي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس