معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سبا د افغانستان او سریلانکا تر منځ یو ورځنۍ کرکټ سیالۍ پیلیږي

سبا د افغانستان او سریلانکا تر منځ یو ورځنۍ کرکټ سیالۍ پیلیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولي ۱۱مه نېټه):
ټاکل شوې چې سبا جمعه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل شي.
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې راشدخان د چهارشنبې په ورځ د تمریناتو پرمهال په ملا کې درد محسوس کړی او د سریلانکا پر وړاندې لومړیو دوه سیالیو کې نه لوبیږي.
د بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوي، راشد خان ته ډاکترانو تر معایناتو وروسته ویلي، چې تر یوې اوونۍ پورې باید ارام وکړي.
راشدخان له تېرو دوو میاشتو راهیسې په پرلپسې توګه د هندوستان غوره لیګ یا آی پي ایل په سیالیو کې ۱۷ سیالۍ ترسره کړي.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو دغه لړۍ به د جون میاشتې تر اومې نېټې پورې دوام وکړي.
تر دې مخکې افغان لوبډلې له سریلانکا سره د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې دوې لوبې وکړې، چې یوه یوه مساوي شوې او درېیمه لوبه د باران له امله کېنسل شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس