معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / ستره محکمه د قبالو د وېش بهیر پيلوي

ستره محکمه د قبالو د وېش بهیر پيلوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت مشر د سترې محکمې له رییس او د کرنې اوبو لگولو او مالدارۍ له سرپرست وزیر سره د لیدنې پر مهال ویلي، چې ستره محکمه دې د قبالو د وېش بهیر پیل كړي.
د راپور پر بنسټ، نوموړي ویلي، دا چې له پخوا راهیسې په افغانستان کې محاكم قبالې په کاغذي بڼه ورکوي، نو اوس دې ستره محکمه هم د قبالو وېش په کاغذي بڼه پیل کړي.
د ده په خبره د برېښنایي قبالو ورکړه دې تر هغه وخته پورې وځنډيږي، تر څو د ټولو ولایتونو لپاره یې سیستم نه وي جوړ شوی.
د يادونې وړ ده چې د قبالو د توزیع په اړه د سرپرست حکومت د مشر لارښوونه د سترې محكمې د دارالانشاء عمومي رياست لخوا د هېواد ټولو محاکمو ته استول شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس