معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سختې یخنۍ تېرو اتو ورځو کې د ۷۰ تنو افغانانو ژوند اخیستی

سختې یخنۍ تېرو اتو ورځو کې د ۷۰ تنو افغانانو ژوند اخیستی

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۹ مه نېټه):
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلي، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختې یخنۍ له امله کم تر کمه ۷۰ تنو خپل ژوند بایللی او له ۷۰ زرو ډېر څاروي تلف شوي دي.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې دا په وروستیو کلونو کې تر ټولو سوړ ژمی دی.
د دغې ادارې مشر محمد نسيم مرادي زیاته کړې، چې زموږ د اټکل له مخې سړه څپه به یوه بله اونۍ او یا هم تر یوې اونۍ د لږ ډېر وخت لپاره دوام وکړي.
د روانې ميلادي میاشتې له ۱۰ مې نیتې څخه د کابل په ګډون د افغانستان په غور او یو شمیر نورو مركزي سیمو کې د سانتي ګراد درجه منفي ۳۳ پورې ټیټه شوې ده.
د همدې هوا سړښت له وجې پوهنې وزارت تودو سیمو کې د آزموینو په نیمایي کې شاګردانو ته لس ورځنی ژمنی رخصت ورکړ. ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس