معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سره صلیب ویلي، نیمايي افغانان روغتیايي خدمتونو او خوړو ته لاسرسی نه لري

سره صلیب ویلي، نیمايي افغانان روغتیايي خدمتونو او خوړو ته لاسرسی نه لري

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې رییس ایلوي فیلیون ويلي، اوس مهال د افغانستان د نفوس نیمايي خلک روغتیايي خدمتونو اوخوړو ته لاسرسی نه لري.
ایلوي فیلیون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د هرو دوو افغانانو څخه یو یې روغتیايي خدمتونو او یا خواړو ته لاس رسی نه لري.
د دې کمیټې رییس ویلي چې تر ټولو یو مهم پروګرام چې دغې کمېټې په تېرو دوو کلنو کې ورته ملاتړ برابر کړی، د روغتونونو د انعطاف په نوم پروګرام دی.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د رییس د وینا له مخې د دغه پروګرام له لارې په ۳۳ روغتونونو کې د ۱۰ زره ۹ سوه ډاکټرانو او روغتیايي کارکوونکو د معاشونو په برابرولو سره ۲۶ میلیونه خلکو ته روغتیايي مرستې برابریدلې.
د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو راهیسې کار کوي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس