معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرپرست افغان حکومت د کابینې د معلولینو، کونډو او یتیمانو لپاره د دغه وزارت د میاشتنۍ نغدي مرستې طرحه تایید کړه

سرپرست افغان حکومت د کابینې د معلولینو، کونډو او یتیمانو لپاره د دغه وزارت د میاشتنۍ نغدي مرستې طرحه تایید کړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۴ نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست افغان حکومت د کابینې په وروستۍ غونډه کې هغه طرحه تایید شوې، چې د معلولینو، کونډو او یتیمانو لپاره دې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت میاشتنۍ نغدي مرسته ورکړي.
د خبر له مخې غونډه کې همدارنګه پرېکړه شوې، چې د تقاعد او معلولیت حقوق معاش نه ګڼل کیږي، ځکه خو دولتي ادارې د کار وړ متقاعدین بالمقطع او معلول کسان په رسمي ډول ګمارلی شي.
افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو له امله په میلیونونو کسان مړه او معلول شول.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس