کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۶ نېټه):
د سرپرست افغان حکومت د ویاند مرستیال ويلي، سږ کال به هېواد کې د اوبو مدیریت، د کانونو وېستلو او دغه راز نورو ورته لویو پروژو باندې پانګونه وکړي.
بلال کریمي ټینګار کړی، چې حکومت له کورنیو او بهرنیو پانګوالو ملاتړ کوي او هغوی ته د لا زیاتو اسانتیاوو د برابرولو هڅه کوي.
د نوموړي په خبره سرپرست افغان حکومت تېر کال د اقتصاد په برخه کې ډېر کارونه کړي او سږ کال به هم په نورو بنسټیزو پروژو پانګونې وشي.
نوموړي دغه څرګندونې په داسې مهال کړي، چې افغانستان کې د نوي تحول وروسته ګڼ شمېر ځوانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي، خو له بل پلوه بیا د قوش تېپې په څېر پر یو شمېر مهمو پروژو ګړندۍ چارې روانې دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/