کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۱ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د افغانستان اقتصادي وضعیت په اړه د نړیوال بانک راپور، چې د اقتصادي برخې پرمختګونه په کې راخیستل شوي، ستایلی دی. د راپور پربنسټ یاد معاونیت ویلي، که نړیواله ټولنه مثبت تعامل ته مخه، بندیزونه لرې او د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي، هېواد به په اقتصادي برخه کې بشپړ پرمختګ وکړي.
د انفلاسیون کچې لا ټیټېدل، په کور دننه دخوراکي توکو تولید زیاتوالی، د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پام وړ لوړېدل، د خوراکي او غیر خوراکي توکو بیې ټیټېدل او په بانکي سیستم کې رامنځته شوي پرمختګونه د هغو مواردو له ډلې دي، چې په دې راپور کې یې یادونه شوې.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/