معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سرپرست حکومت وایي، د اوبو مدیریت لپاره پراخ پلان تر کار لاندې دی

سرپرست حکومت وایي، د اوبو مدیریت لپاره پراخ پلان تر کار لاندې دی

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب  ۵ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سرپرست حکومت سیاسي مرستیال ويلي، چې د هېواد په کچه د اوبو د مدیریت په موخه پراخ پلان تر کار لاندې دی، چې له مخې به یې په راتلونکي کال کې ډېر شمېر د اوبو بندونه جوړ شي.

نوموړي دغه راز زیاته کړې، د سرپرست حکومت په راتلو سره د لومړي ځل لپاره ملي بودیجه له خپلو داخلي عوایدو چمتو کیږي، چې د ملکي ادارو او پراختیايي پروژو پر لګښت سربېره د امنیتي ادارو لګښتونه هم له ملي بودیجې ورکول کیږي.

د نوموړي په وینا، له نشه یي توکو او فساد سره مبارزه او په افغانستان کې تلپاتې ثبات یوازې د سرپرست حکومت په وجود کې تضمین کېدای شي، چې افغانانو او نړیوالو هم دغه واقعیت درک کړی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس