معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / سرپرست حکومت وایي، ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپارل شي

سرپرست حکومت وایي، ملګرو ملتونو کې دې د افغانستان څوکۍ دوی ته وسپارل شي

کابل-ګهیځ نیوز( د عقرب/ لړم ۴ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت مرکزي ویاند د ملګرو ملتونو د نړیوالې ورځې په درشل کې یو ځل بیا د ملګرو ملتونو له سازمانه غوښتي، چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ سرپرست حکومت ته وسپاري.
نوموړي زیاته کړې، چې سرپرست حکومت ته د دغه څوکۍ نه‌ سپارل به د افغانستان د خلکو په حق کې جفا وي.
د اوسني حکومت له بیا واک ته رسېدو وروسته په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازي څوکۍ له ناڅرګند برخلیک سره مخ شوې ده.
که څه هم نصیر احمد فایق د دې څوکۍ د سرپرست په توګه کار کوي، خو سرپرست حکومت وایي، دا څوکۍ باید اوسني حکومت ته وسپارل شي.
ملګرو ملتونو لا تر اوسه اوسني حکومت ته د یادې څوکۍ د سپارلو په تړاو څه نه دي ویلي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس