معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سمنګانو کې د ټرافیکي پېښې له امله اوو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

سمنګانو کې د ټرافیکي پېښې له امله اوو تنو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د سمنګانو ولایت امنيې قوماندانۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د سمنګان – بغلان پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له امله اوو تنو ته د مرګ – ژوبله اوښتې.

د یاد ولایت د امنيې قوماندانۍ ویاند رسنیو ته ویلي، چې دغه پېښه د سمنګان په رباطک سیمه کې پرون مازیګر د فورتینر ډوله موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې، چې د ماشومانو او ښځو په ګډون شپږ تنه په کې ټپیان او یو تن ژوند بایللی دی.

نوموړي ویلي، چې ټپیان د سمنګان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.

د سمنګانو ولایت ځایي امنیتي مسوولینو د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې غوري او د موټر لوړ سرعت بللی دی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس