معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګرۍ خونه د واخان کوريډور د چارو د پیل غوښتنه کوي

سوداګرۍ خونه د واخان کوريډور د چارو د پیل غوښتنه کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۸  نېټه):

د راپورونو له مخې د سوداګرۍ او پانګونې خونې لومړي مرستیال، د واخان کوريډور د جوړولو چارو د پیل غوښتنه وکړه.

محمد یونس مهمند په کابل کې په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته وویل، چې افغانستان اوسمهال د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره ښې اړیکې لري او د پاکستان په کراچۍ بندر کې ستونزې یوڅه حل شوې او اوس د ۳ زره ۳۸۰ کانټینرونو یوه برخه د افغانستان پر لور حرکت ورکړل شي.

د مهمند د معلوماتو له مخې، اوسمهال له پاکستان او ایران سره د هېواد بندرونه فعال دي او دغه راز له ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او چین سره د افغانستان سوداګریزې چارې په عادي ډول روانې دي او صادرات هم مخ پر وړاندې دوام لري.

هغه زیاته کړې، چې له مرکزي آسیا او ایران سره د افغانستان سوداګري د تېر کال په پرتله د پرمختګ په حال کې ده او د افغانستان خصوصي سکتور له سرپرست حکومت څخه غوښتنه وکړه، چې د یادو سوداګریزو او ټرانزیټي لارو ترڅنګ، هر څومره ژر چې امکان ولري، د واخان کوریډور د جوړولو کار پیل کړي.

افغان حکومت موده وړاندې د واخان کوريډور د چارو په اړه ارزونه کړې وه.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس