معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګرۍ وزارت وایي، د هېواد له صنعت او صنعتکارانو بشپړ ملاتړ کوي

سوداګرۍ وزارت وایي، د هېواد له صنعت او صنعتکارانو بشپړ ملاتړ کوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي۲۰ مه نېټه):

 راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، د مېدان وردګو له صنعتکارانو سره په کتنه کې دوی ته د هر راز همکارۍ او ملاتړ ډاډ ورکړی.

د راپور پر بنسټ، په دې کتنه کې د مېدان وردګو ولایت صنعتکارانو، د دغه ولایت د کوتل تخت صنعتي پارک په اړه خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړي او د دغه پارک د زېربناوو جوړولو لپاره یې چمتووالی څرګند کړی دی.

دغه راز د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال زیاته کړې، چې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په هېواد کې د صنعتي پارکونو د زېربناوو جوړولو په اړه پلانونه لري او په وینا یې، صنعتکارانو ته په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د وېش د لا همغږۍ په اړه دغه وزارت ته لارښوونه شوې، چې د زېربناوو په برخه کې دې یوه هر اړخیزه کړنلاره جوړه کړي، څو په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د بیې او همدارنګه د پارکونو قانون ترتیب شي.

نوموړي ویلي، د افغانستان د خلکو ژوند په بېړني ډول د صنعت ودې ته اړتیا لري او په همدې خاطر د هېواد له صنعت او صنعتکارانو څخه بشپړ ملاتړ کوي.

ـــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس