کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۳ مه نېټه):
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست وزیر تېره ورځ د افغانستان او ایران ترمنځ د نیمروز د ورېښمو د دوهمې لارې د پرانیستلو پر مهال ویلي، هڅه کوي چې له ایران سره راکړه_ورکړه زیاته کړي.
نوموړي ویلي، له دغه هېواد سره ګډو اقتصادي فعالیتونو ته غواړي وده ورکړي.
د سرپرست وزیر په وینا افغان حکومت هیله لري چې له ایران سره یې د سوداګرۍ په برخه کې اړیکې نورې هم پراخې شي.
هغه په ورته مهال په دغو مراسمو کې د ایران د جنوبي خراسان له والي سره هم کتلي او زیاته کړې یې ده، چې دوی د دواړو هېوادونو ترمنځ په سوداګریزو اړیکو کې د اسانتیاوو په لټه کې دي.
ایران دې وروستیو کې اوسني سرپرست افغان حکومت سره خپله همکاري ډېره کړې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/