معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوداګرۍ وزارت وایي، له ګاونډیو هېوادونو سره یې سوداګریزې اړیکې پراخې شوي

سوداګرۍ وزارت وایي، له ګاونډیو هېوادونو سره یې سوداګریزې اړیکې پراخې شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکو ویلي، چې د پاکستان په ګډون له نورو ګاونډیانو سره هم ټرانزیټي او سوداګریزې اړیکې پراخې شوې دي.
د دغه وزارت ویاند ویلي، چې اوسمهال مرکزي آسیا له جنوبي آسیا سره د افغانستان له لارې نښلول شوې او همدارنګه افغانستان هم د جنوبي آسیا او مرکزي آسیا هېوادونو له لارې له نورې نړۍ سره نښلول شوی چې اوس لرې هېوادونو ته هم صادرات لري.
په ورته وخت کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم ویلي، چې له پاکستان سره ټرانزیټي ستونزې حل شوې او اوس دوی د پاکستان له لارې نورو هېوادونو ته هم صادرات کوي.
د اقتصادي چارو کارپوهان ټرانزیټ د هېواد د اقتصادي پیاوړتیا او په نړیواله کچه د باور زیاتېدو لپاره ګټور بولي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس