معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / سوریه کې د ایران په ملاتړ د فعالو وسله والو ډلو پر مرکزونو هوايي بریدونه شوي

سوریه کې د ایران په ملاتړ د فعالو وسله والو ډلو پر مرکزونو هوايي بریدونه شوي

پنجشنبه، د لړم ۱۹مه
کابل/ګهیځ: عراق سره د سوریې پر پوله البوکمال ښار اړوند دیرالزور سیمه کې د ایران په ملاتړ د فعالو وسله والو ډلو پر مرکزونو د ناپېژانده جنګي الوتکو لخوا هوايي بریدونه شوي.
اناتولیا خبري اژانس د ځايي سرچینو له قوله لیکلي، چې په دغو هوايي بريدونو کې بېګاه شپه د ثکک ګمرک دروازې ته څېرمه ۳ بېلابېل ځایونه په نښه شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې، دغه بریدونه د سوریې خاورې ته د نفتي موادو د ټانکرونو له ننوتو لږ وروسته شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ثکک ګمرکي دراوزه د هغو مخالفو او ترهګرو وسله والې ډلې په ولکه کې ده، چې ایران یې ملاتړ کوي. په البوکمال کې د فاطمیون او زینبیون ملېشې د دوو ایراني ملاتړو وسله والو ډلو په توګه فعالیت کوي چې بېګاه شپه د نامعلومو جنګي الوتکو ه لوري په نښه شوي دې.
د یادولو وړ ده چې په دغو بریدونو کې د اوښتو ځاني او مالي زیانونو په اړه تر اوسه هیڅ جزیات نه دي خپاره شوي.

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس