معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سوریه کې د بشري مرستو په تړاو د ۲۶۴۲ مې شمېرې پرېکړې د تمديد غوښتنه شوې

سوریه کې د بشري مرستو په تړاو د ۲۶۴۲ مې شمېرې پرېکړې د تمديد غوښتنه شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۱۴ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د راپور له مخې په سوريه کې اوو مرسته رسوونکو ادارو له ملګرو ملتونو غوښتي چې سوريه کې دې د بشري مرستو په تړاو ۲۶۴۲ مه شمېره پرېکړه ليک تمديد کړي. دوی زیاته کړې، چې د ياد پرېکړه ليک د نه تمديديدو او سوريې ته د بشري مرستو د درېدو په صورت کې به په دغه هېواد کې لوی بشري ناورين رامنځته شي.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې، د کډوالۍ نړيوال سازمان، يونيسف، د خوړو نړيوال سازمان، د وګړو صندوق او د کډوالو عالي کمېشنرۍ د ياد ناورين د مخنيوي په موخه په يوه ګډه اعلاميه کې له سوریې سره د مرستو د دوام غوښتنه کړې ده.
دوی ويلي چې که د ملګرو ملتونو ۲۶۴۲ مه شمېره پرېکړه ليک تمديد نه کړ، نو په سوریه کې به ۴.۱ ميليونه خلک له ناورين سره مخ شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس