معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سویډن کې د بدن د ښکلا په نړیوالو سیالیو کې افغان لوبغاړي د سرو زرو مډال ګټلی

سویډن کې د بدن د ښکلا په نړیوالو سیالیو کې افغان لوبغاړي د سرو زرو مډال ګټلی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي۵ نېټه):
د راپورونو له مخې د سویډن په کوربتوب د بدن د ښکلا په یو لړ نړیوالو سیالیو کې افغان لوبغاړي شریف علي خان د سرو زرو مډال وګاټه.
د افغانستان د باډي بلډینګ یا د بدن د ښکلا فدراسیون پر خپلې فېسبوک پاڼې لیکلي، چې شریف علي خان د سوېډن په ګرنډ پرېکس سیالیو کې چې د نړیوالو لوبو ورتګ سیالۍ هم وې، په اتیا کیلو وزن سره د سرو زرو مډال ګټلی دی.
همدارنګه بل افغان لوبغاړي زمري احمدي په فیزیک سپورټ رشته کې دویم مقام خپل کړی او د نقرې مډال یې په غاړه کړی دی.
د سویډن ګرنډ پریکس سیالۍ تېره ورځ ختمې شوي، چې په کې د سویډن سربېره د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو لسګونه لوبغاړو ګډون کړی و.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس