معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سپین بولدک کې پاکستان ته د ۲ سوه کیلو ګرامه قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی وشو

سپین بولدک کې پاکستان ته د ۲ سوه کیلو ګرامه قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی وشو

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۳ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کندهار په سپین‌ بولدک ولسوالۍ کې پاکستان ته د قیمتي ډبرو د قاچاق مخنیوی شوی دی.
د خبر له مخې نيول شوي قيمتي ډبرې ۲ سوه کیلو ګرامه وزن لري، چې د افغان امنيتي ځواکونو او د ګمرک د برسۍ مامورينو له خوا تېره ورځ ناوخته د سپين بولدک په سرحدي ګمرک کئ پاکستان ته د قاچاق کېدو پر مهال نيول شوي دي.
ځایي مسوولینو ویلي، چې د یادو قیمتي ډبرو د قاچاق په تور یې یو تن نیولی، چي په وینا یې دغه ډبرې یې د کابل څخه پاکستان ته د قاچاق په هدف وړې وې.
د دوی په وینا نیول شوی کس به تر لومړنیو څېړنو وروسته اړوندو ارګانونو ته ور وپېژندل شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس