معماری
خانه / ګهیځ نیوز / سیاست / سیګار اداره راتلونکې میاشت خپل فعالیت پای ته رسوي

سیګار اداره راتلونکې میاشت خپل فعالیت پای ته رسوي

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب ۱۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان د بیارغونې په چارو کې د امریکا د سرمفتش دفتر یا سیګار په یو تازه راپور کې د امریکا کانګرېس ته وړاندیز کړی، چې په راتلونکي سپټمبر کې دغه اداره خپل فعالیت پای ته رسوي.

په دغه درې میاشتني راپور کې چې پرون رسنیو ته لېږل شوی، سیګار د خپل فعالیت د بندولو د وړاندیز لامل له افغانستان سره د امریکا د مرستو کمېدل ښودلي.

په ۲۰۲۱ کې د اوسني افغان حکومت له واکمنېدو راهیسې د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا ځانګړې شوې بودیجه د سیګار د وروستي راپور په اساس ۸۲ سلنه کمه شوې او د ۲۰۲۱ په جون کې له ۶.۶۸ میلیارد ډالرو څخه د ۲۰۲۴ په سپټمبر کې یوازې ۱.۲۱ میلیارد ډالرو ته ټیټه شوې ده.

سیګار د خپل کار د پای ته رسولو د وړاندیز عمده هدف د پیسو سپمول ښودلي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس