معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سیګار وایي، مرستندویه بنسټونه افغانستان کې ټولو اړمنو ته مرستې نشي رسولی

سیګار وایي، مرستندویه بنسټونه افغانستان کې ټولو اړمنو ته مرستې نشي رسولی

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ لومړۍ نېټه):
د راپورونو له مخې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا څارونکې ادارې یا سیګار د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام د مشر له قوله په یوه بیان کې ویلي، چې دوی په افغانستان کې تر ټولو اړمنو وګړو مرستې نشي رسولی.
د خوړو نړیوال پروګرام په وینا، افغانستان کې میلیونونه کورنۍ د یو وخت ډوډۍ د چمتو کولو لپاره له ستونزو سره مخ دي او دوی یوازې د هغو اړمنو سره مرسته کولای شي، چې تر ټولو بد اقتصادي وضعیت ولري.
بل لور ته د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق یا یونسېف هم په دې وروستیو کې ویلي، په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې په دې کې ۱۶ میلیونه ماشومان هم شامل دي.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس