معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / شاه‌ وعروس بند چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

شاه‌ وعروس بند چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ وزارت د کابل ولایت په شکردرې ولسوالۍ کې د شاه‌ وعروس بند د جوړولو چارې بشپړې کړې.

د مسوولینو په وینا دا بند د هېواد په زېربنایي پروژو کې یو له مهمو اقداماتو دی، چې د اوبو مدیریت، کرنیز پرمختګ او انرژي تولید په برخو کې به حیاتي رول ولوبوي.

د چارواکو په خبره د دې بند په بشپړېدو سره به هر کال ۳۰ میلیونه متر مکعب اوبه تنظیم شي، چې له دې جملې څخه به ۵ میلیونه متر مکعب د کابل ښار لپاره د څښاک اوبو په توګه برابرې شي.

سربېره پر دې به شاه‌ وعروس بند ۲۷۰۰ جریبه ځمکه خړوب کړي، چې د کرنې سکتور لپاره به حیاتي اهمیت ولري.

مسوولینو زیاته کړې، چې یاد بند به د ۱.۲ میګاواټه برېښنا تولید ظرفیت هم لري، چې د سیمې د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو لپاره به مرسته وکړي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس