معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / شمالي وزیرستان کې د ماین چاودنې له امله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

شمالي وزیرستان کې د ماین چاودنې له امله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۲  نېټه):

د راپورونو له مخې د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د رزمک په نوم د شمالی وزیرستان په سیمه کې د دوی د پوځیانو پر کاروان ماین چاودنه شوې ده.

دوی په دغه برید کې د دوو پاکستاني پوځیانو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د پاکستان پوځ د وژل شویو همکارانو عمرونه ۳۰ او ۳۳ ښودلي دي.

د دغې برید مسوولیت تر دا مهاله کومې ولسوالې ډلې په غاړه نه دی منلی، خو په تېر کې د دغه ډول بریدونو مسوولیت د پاکستاني طـ.ـالـ.ـبـانو تحـ.ـریـ.ـک په خپله غاړه اخیستی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس