معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / شمالي وزیرستان کې یو ځانمرګي برید درې پاکستاني پوځیان وژلي او ۲۲ نور یې ژوبل کړي

شمالي وزیرستان کې یو ځانمرګي برید درې پاکستاني پوځیان وژلي او ۲۲ نور یې ژوبل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/سلواغه ۲۳ مه نېټه):
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د شمالي وزیرستان په میرعلي سیمه کې یو ځانمرګي بریدګر له چاودېدونکو توکو ډکه کړې رکشه د امنیتي ځواکونو یو موټر سره جنګولې او چاودنه یې رامنځته کړې.
د میر علي سیمې ځایي امنیتي چارواکو پېښه تایید کړې او زیاته کړې یې ده، چې تر چاودنې وروسته نورو امنیتي ځواکونو سیمه کې چاڼیز عملیات هم پیل کړې دي.
چارواکو دغه برید کې د درې سرتیرو وژل کېدل او د ۲۲ نورو ټپي کېدل تایید کړي دي.
د پاکستاني رسنیو د خبر له مخې دغه سیمه کې د تېلو او ګازو د کشف او استخراج یوې کمپنۍ کار کولو.
تحریک طالبان پاکستان د دغې برید مسوولیت منلی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس