کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا ۷مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر د غزني د قره باغ ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو سره په کتنه کې هغوی ته ډاډ ورکړ، چې د زردالو بند تخنیکي مطالعات به په نږدې راتلونکي کې پیل او عملي چارې به یې هم په راتلونکي کې د شته امکاناتو په پام کې نیولو سره ترسره شي.
د خبر پر بنسټ د زردالو بند چې د قره باغ ولسوالۍ په لويديځ کې موقعيت لري، یو له مهمو پروژو ده چې په جوړېدو سره يې سلګونه هکتاره کرنيزه ځمکه خړوبيږي او د شاوخوا کليو په لسګونو کاريزونه چې ټول يې وچ شوي، بيا له اوبو څخه ډکیږي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/