معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزني کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ درې تنو ژوند بایللی

غزني کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ درې تنو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزني سیمه ییزو چارواکو ويلي، چې په دغه ولایت کې د سېلابونو له امله د یوې کورنۍ درې غړو ژوند بایللی او درې نور ټپیان دي.

دغه سېلابونه تېره شپه د غزني په ده يک ولسوالۍ کې راوتلي او د دې ولسوالۍ اوسېدونکو ته يې ستر مالي زيانونه هم اړولي دي.

د غزني د عامې روغتيا رييس ويلي، تېره شپه د ده يک ولسوالۍ د شيربز په کلي کې سخت سيلابونه راوتلي، چې له امله يې د يوې ښځې او دوو ماشومانو په ګډون د يوې کورنۍ درې غړي مړه شوي او د یوې ښځې او دوو نارینه وو په ګډون درې تنه ټپیان شوي دي.

دغه سېلابونو د ياد شوي کلي لسګونه جريبه کرنيزه ځمکه هم زيانمنه کړې ده.

ويل کيږي چې د دغې پيښې قربانيان ټول په يوه سراچه ډوله موټر کې سپاره وو او تېره شپه له دغه کلي څخه د تېريدو په حال کې وو چې د سيلاب له امله ډوب شول.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس