کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږي ۱۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د غزنې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي، چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي ملاتړ د دغه ولایت په مرکز او دوو ولسوالیو خواجه عمري او اندړو کې د اوبو د مدیریت په برخه کې د ۶۷۷ زره ۴۶۲ امریکایي ډالرو په لګښت د ۳۸ پروژو چارې پیل شوې دي.
د غزنې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس ویلي، چې د غزني په مرکز او د دې ولایت په خواجه عمري او اندړو ولسوالۍ کې د باراني او سېلابي اوبو د مدیریت په موخه د چکډیمونو جوړولو چارې پیل شوې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دغو پروژو په پلي کولو سره ۶ زره ۱۸۵ ځایي اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/