معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزني کې ټرافیکي پېښې پنځو تنو ته مرګ – ژوبله واړوله

غزني کې ټرافیکي پېښې پنځو تنو ته مرګ – ژوبله واړوله

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښې له امله دوه تنه مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د ځایي مسوولینو په خبره پېښه په ګیلان ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کېدو له امله رامنځته شوې ده.

ټرافیکي مسوولینو د پېښې لامل د موټر چلوونکي بې‌ احتیاطي ښودلې ده.

د خبر پر بنسټ وړمه ورځ په قره‌ باغ ولسوالۍ کې هم ورته پېښه رامنځته شوې وه، چې په پایله کې یې یو تن مړ او بل ټپي شوی و.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس