معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزني کې یو روغتیایي مرکز جوړیږي

غزني کې یو روغتیایي مرکز جوړیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۱ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې په غزني کې ځایي مسوولینو ویلي، چې دغه ولایت کې د ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره د یوه روغتیايي مرکز د رغولو چارې پیل شوي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست مسوولین وایي، دا روغتیایي مرکز د یاد ولایت په مرکز کې د ناروې کمېټې له لوري د ۲ لکه امریکایي ډالرو په لګښت جوړیږي.

د مسوولینو په خبره، د دغه مرکز په جوړېدو سره به تر ډېره بریده په یاده برخه کې د ناروغانو ستونزې حل شي.

په غزني کې د یاد روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې په داسې مهال پیلیږي، چې لاهم د یاد ولایت د لرې پرتو ولسوالیو خلک له روغتیایي اسانتیاوو بې برخې دي او خپل ناروغان د درملنې لپاره نورو ولایتونو ته لېږدوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس