معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزني کې ۳۱ مخابراتي سایټونه فعالیږي

غزني کې ۳۱ مخابراتي سایټونه فعالیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۶ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر د غزني ۱۸ ولسوالیو له ولسوالانو سره په کتنه کې په دې ولایت کې د ۳۱مخابراتي انتنونو د نصبولو خبر ورکړی.

د خبر پربنسټ، د غزني ولایت مقام په دې اړه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغو مخابراتي سایټونو له ډلې به ۲۸ سایټونه په ۱۸ ولسوالیو کې او ۳ هغه به یې د عمومي لارې د وصل په موخه نصب شي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې کتنه کې د غزني ولایت ولسوالانو د دولتي ادارو د انټرنېټ د کېفیت لوړولو غوښتنه هم کړې، چې د مخابراتو سرپرست وزیر د دغې ستونزې د ژر حل ډاډ ورکړی دی.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د TDF د لسمې پروژې پر اساس په پام کې لري, چې په ټول هېواد کې ۴۵۰ مخابراتي انتنونه نصب کړي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس