کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۵مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو عربي رسنیو خبر ورکړی، چې د غزې د نوازه په سیمه کې د العوده – نصیرات روغتون د اداري ودانۍ پنځم پوړ او چت تر برید لاندې نیول شوی دی.
د دغه برید له امله تر اوسه د اوښتې مرګ – ژوبلې کره شمېره نه ده په ډاګه شوې.
بل لور د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادهنوم ګیبرسیوس له اسراییلي اشغالګرو غوښتي، چې پر روغتونونو له بریده ډډه وکړي او د اوربند او سولې لپاره کار وکړي.
د راپورونو له مخې په نصیرات روغتون وروستي برید له امله د یاد روغتون د برېښنا سولري سیسټم خراب شوی دی.
د روغتون د اوبو او تېلو زېرمو ته هم د زیان رسېدو خبر ورکړل شوی دی.
نصیرات – العوده روغتون هره ورځ لږ تر لږه ۱۲ سوه ناروغانو ته طبي خدمات وړاندې کوي او شاوخوا ۲۰۹ کارکوونکي لري.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، په دې برید سره، د ۲۰۲۳ کال له اکټوبر څخه تر اوسه پورې، د غزې په تړانګه کې د ۳۶ روغتونونو له جملې څخه، ۳۱ روغتونونه د اسراییلي اشغالګرو د بریدونو له امله زیانمن شوي دي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/