معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / غزه کې د تېرې ورځې بریدونو له امله ۸۰۰ څخه زیاتو خلکو ته مرګ – ژوبله اوښتې

غزه کې د تېرې ورځې بریدونو له امله ۸۰۰ څخه زیاتو خلکو ته مرګ – ژوبله اوښتې

کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې نړیوالو رسنیو راپورونه ورکړي، چې شاوخوا ۱۰۰ اسراییلي الوتکو تېره ورځ سهار په سیمه ییز وخت ۳ بجې پر غزې تړانګې د بریدونو تازه څپه کې تر ۸۰۰ زیاتو فلسطیني وګړو ته مرګ ژوبله اړولې.

د دې بمباریو د مرګ – ژوبلې په اړه عربي رسنیو ویلي، چې نږدې ۴۰۰ شهیدانو او ۴۰۰ څخه زیات نور ژوبل دي. شهیدانو کې له سلو ډېر یې ماشومان دي.

نړیوالو غبرګونونو کې د اسراییلي اشغالګرو دا هوایي بریدونه د صهیونېست رژیم ناکامه دریځ بلل شوی.

د افغان حکومت پر غزې تړانګې د اسراییلي اشغالګرو دا بریدونه وحشیانه بللي.

حـ ـماس جـ ـهادي غورځنګ چې غزه کې واکمن دي په خپل غبرګون کې ویلي، اسراییلي اشغالګرو د اوربند تړون لغوه کړ او له خپلو مکلفیتونو یې تېښته وکړه.

د حماس بیانیه کې زیاته شوې، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو په مشرۍ د جګړې بیا پیل به غزه کې د پاتې اسراییلي بندیانو د اعدام حکم صادر کړي.

د دغه غورځنګ چارواکو ټینګار کړی، چې حمـ ـاس د تړون د پړاوونو بشپړولو ته لېواله دی، خو نتنیاهو د خپلو شخصي ګټو او له کړکېچونو د خلاصون لپاره له دې تړون سره مخالفت وکړ.

د اسراییلو دفاع وزیر یسراییل کاتز ویلي، تر هغې به بریدونو ته د پای ټکی کېنږدي، چې ټول جنګي اهداف یې نه وي ترلاسه کړي.

په ورته مهال سپینې ماڼۍ مطبوعاتي سکرترې ویلي، چې اسراییلو دغه بریدونه د ټرمپ ادارې سره په مشوره ترسره کړي دي.

بلخوا یمن کې حوثیانو د غزې د ننیو بریدونو په غبرګون کې ژمنه کړې، چې دوی به د اسراییلي اشغالګرو مقابلې لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

په ورته مهال چین او ترکیې هېوادونو هم د اسراییلي اشغالګرو تازه بریدونه غندلي او د دې بشري ناورین د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس