معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزه کې د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمېر ۵۰۵ ته لوړ شو

غزه کې د وژل شویو اسراییلي پوځیانو شمېر ۵۰۵ ته لوړ شو

ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي کابل ۱۱ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د صهونیستي رژیم پوځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې تازه یې دوه پوځیان د غزې تړانګې په څنډو کې وژل شوي او ۵ نور یې ژوبل شوي دي.

د TRT خبري اژانس لخوا د اسراییلو د پوځ د اعلامیې له مخې ویل شوي، چې په دې وژل شویو او ټپي پوځیانو سره د اکتوبر له ۷مې د صهونیستي رژیم د وژل شویو پوځیانو رسمي شمېر ۵۰۵ او د ټپیانو شمیر یې ۲ زره ۱۸۰ تنو ته پورته شوی.

د اسراییلي اشغالګرو او حـ.ـماس جهادي غورځنګ ترمنځ په غزې تړانګه کې د پیل شوې جګړې څه باندې درې میاشتې تېریږي، چې په کې اسراییلي پوځ د هوایي او ځمکني بریدونو په ترڅ کې نږدې ۲۲ زره بې دفاع فلسطیني وګړي وژلي او په لسګونه زره نور یې ژوبل کړي دي.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس