معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غزه کې لنډمهالی اوربند دوه ورځې نور وغځول شو

غزه کې لنډمهالی اوربند دوه ورځې نور وغځول شو

کابل-ګهیځ نیوز( د قوس/ لیندۍ ۷  نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې قطري چارواکو ويلي، چې په غزه کې لنډمهالی اوربند دوه ورځې نور هم غځول شوی دی.

دغه سیمه کې د اسراییلي اشغالګرو او حمـ.ـاس جنګیالیو ترمنځ څلور ورځني اوربند مودې تېره ورځ پای وموند.

قطري چارواکو زیاته کړې، چې په راتلونکي دوه ورځني اوربند کې به هم د دواړو غاړو له لوري یرغمل شوي او بندیان شوي کسان آزادیږي.

د هوکړې له مخې به نن حمـ.ـاس د ۳۳ فلسطیني زندانیانو په بدل کې ۱۱ اسراییلي اتباع آزاد کړي.

په تېر څلور ورځني اوربند کې هم حمـ.ـاس د ۱۱۷ فلسطیني اتباعو د خلاصون بدل کې ۴۰ اسراییلي اتباع آزاد کړل.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس