معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / غزه کې ۱۰ زره شهیدان د نړېدلو ودانیو لاندې دي

غزه کې ۱۰ زره شهیدان د نړېدلو ودانیو لاندې دي

کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غزې د ملکي تلفاتو ادارې خبر ورکړی، غزه کې د ۳۱۷ ورځنۍ جګړې له امله لا هم ۱۰ زره فلسطینیان د نړېدلو ودانیو تر خاورو لاندې دي.

د دغې ادارې د خبر له مخې، غزه کې د روانې جګړې له پیله تر ۴۰ زره زیاتو شهیدانو له ډلې۱۷۶۰ داسې شهیدان دي، چې قبرونه یې هم معلوم نه دي.

د خبر له مخې لا هم د شهیدانو له ډلې ۷ زره یې داسې دي، چې خاورو ته نه دي سپارل شوي او اشغالګر یې د تدفین اجازه نه ورکوي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له اوومې راهېسې غزه کې د اشغالګرو اسراییلو بریدونو کې تر ۴۰ زرو زیات فلسطینیان شهیدان شوي، ۱۰ زره نادرکه او ۹۲ زره ۶۰۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس