کابل-ګهیځ نیوز(د کب/ حوت ۲۸ مه نېټه)
د ګهبځ نیوز د خبر له مخې د خوست ولایت غلام خان بندر نباتي قرنطین مدیریت مسوولینو ویلي، چې پاکستان څخه افغانستان ته د یو ټېلر بې کېفیته جوارو د واردېدو مخه یې نیولې او بېرته یې پاکستان ته مسترد کړي دي.
د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول امیر جان ایوبي ویلي، دغه جوار د غلام خان بندر د نباتي قرنطین مسوولینو له لوري د دقیقې معاینې وروسته رد او پاکستان ته بېرته واستول شول.
د نباتي قرنطین مسوولین ټینګار کوي، چې د کرنیزو محصولاتو د کېفیت کنټرول ته ژمن دي او د بې کېفیته وارداتو مخنیوي ته به دوام ورکړي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/