معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / غور کې د واورې ښویېدو له امله درې تنو ژوند بایللی

غور کې د واورې ښویېدو له امله درې تنو ژوند بایللی

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د غور ولایتي چارواکو ويلي، چې د دغه ولایت په پسابند ولسوالۍ کې د واورې ښویېدو له امله درې تنه مړه شوي دي.

د غور امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالرحمن بدري رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه د غور – هلمند پر لار د پسابند ولسوالۍ اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وینا، یادو دریو کسانو غوښتل چې له غور څخه هلمند ته ولاړ شي، خو د سختو واورو له امله بند پاتي او د واورې ښویېدو له امله یې ژوند بایللی دی.

د سیمه‌ ییزو سرچینو په وینا، دې وروستیو کې سختو واورو او خرابې هوا د غور – هلمند لارې مسافر له ګڼو ستونزو سره مخ کړي وو.

د ژمي په موسم کې د افغانستان په ګڼو غرنيو سیمو کې د واورې ښویېدو پېښې رامنځته کیږي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس