کابل-ګهیځ نیوز(د زمری/اسد ۱۶ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فاریاب پوهنې رییس ويلي، چې د دغه ولایت اوسېدونکو د ښوونځيو جوړولو په موخه شل جریبه ځمکه په وړیا ډول دغه ریاست ته ورکړې ده.
نوموړي زیاته کړې، د متوازن پرمختګ، تضمین کېفیت او ښوونیزې اسانتیاوې په برخه کې د دغه ولایت د پوهنې ریاست لازیات ملاتړ ته اړتیا لري.
بل لور د فاریاب اوسېدونکو ويلي، د پوهنیز بهیر ملاتړ او زده کوونکو ته د مناسب ښوونیز چاپېریال رامنځته کولو په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
دوی د دغو هڅو موخه پخپلو سیمو کې د پوهنې پياوړتیا، غربت او بې سوادۍ کچې ټیټول ګڼي.
د فاریاب د پوهنې ریاست د معلوماتو پربنسټ دغه ولایت کې ۴۹۸ ښوونځيو لمنځه ۱۵۵ ښوونځي ودانۍ نه لري او له ۸۲ زره زیات زده کوونکي د ونو تر سیوري لاندې، کرايي کورونو، جوماتونو او یاهم په پرانیستې فضا کې زده کړې کوي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/