معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فراه کې د بار وړونکو موټرو لپاره د معیاري ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې

فراه کې د بار وړونکو موټرو لپاره د معیاري ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلو ۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ځمکني ټرانسپورټ د تنظیم رییس، سید احمد ساجد ويلي، په شیخ ابونصر فراهي بندر کې د ۱۰۰۰ جریبه ځمکې په ساحې د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت د لویو بار وړونکو موټرو لپاره د معیاري ترمینل د جوړولو چارې پیل شوې.

نوموړی زیاتوي، چې یاد ترمینل د شپږو میاشتو په موده کې د سرپرست حکومت له بودیجې رغول کیږي او د ترانسپورټ په برخه کې به د پام وړ اسانتیاوې ورسره رامنځته شي.

د فراه اوسېدونکي د دې پروژې د پیل هرکلی کوي او وايي، چې دا به د سوداګرۍ په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس