معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / فراه کې د ګوزڼ ویروس دوراني حالت د اندېښنې وړ بلل شوی

فراه کې د ګوزڼ ویروس دوراني حالت د اندېښنې وړ بلل شوی

کابل-ګهیځ نیوز(د سرطان ۲۶ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د فراه ولایت روغتیا ریاست مسوولین وایي، د ګوزڼ ویروس دوران د اندېښنې وړ دی او ښایې له یوه ځایه بل ځای ته په چټکۍ سره انتقال شي.

د مسوولینو په خبره له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال هم د ګوزڼ ویروس د خپریدو په برخه کې یو ګواښ دی.

د فراه روغتیایي مسوولین د ګوزڼ ویروس دوراني حالت او له پاکستان هېواد څخه راستانه شوي کډوال هغه لاملونه بولي، چې د یاد ویروس د بیا ځلې خپرېدو ګواښ یې رامنځته کړی دی.

د فراه ولایت د عامې روغتیا د کتلوي معافیت مسوولین وایي، د ګوزڼ ضد واکسین روان کمپیانونه په دې موخه تر سره کیږي، چې د ګوزڼ ناروغۍ احتمالي خطرونه له منځه ولاړ شي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس