معماری
خانه / ګهیځ نیوز / د اسلامي نړۍ خبرونه / فلسطین او اسراییل د روژې په میاشت کې د تاوتریخوالي پر بندښت هوکړه وکړه

فلسطین او اسراییل د روژې په میاشت کې د تاوتریخوالي پر بندښت هوکړه وکړه

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۹ مه نېټه):
د نړیوالو رسنیو د خبر له مخې شرم الشیخ مصر په ناسته کې چې تېره د یکشنبې ورځ ترسره شوه، د اسراییلو او فلسطین چارواکو په یوه غونډه کې هوکړه وکړه، چې د روژې په مبارکه میاشت کې به په بیت المقدس کې د وران کارو او له تاوتریخوالي د ډکو کړنو مخه نیسي.
راپورونه وایي، چې اسراییلي او فلسطیني چارواکو دغه هوکړه د مصر، اردن او امریکا په منځګړتوب سره کړې ده.
تر دې وړاندې د اوږد مهال راهیسې په ډېری پېښو کې پر فلسطیني وګړو د اسراییلي ځواکونو له لوري بریدونه او له تاوتریخوالي ډکې کړنې ترسره شوي دي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس