معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قراقستان کې د افغاني تولیداتو نندارتون جوړېږي

قراقستان کې د افغاني تولیداتو نندارتون جوړېږي

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۹ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د صنعت او سوداګرۍ وزارت په قزاقستان کې د افغاني تولیداتو د نندارتون جوړولو خبر ورکړی دی.
دغه وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکټورونو ترمنځ د هېواد د تولیداتو او سوداګریزو اړیکو د نندارتون د جوړولو په موخه د همغږۍ غونډه د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ جوړه شوې وه، چې په کې قزاقستان ته د افغانستان د سرپرست حکومت د پلاوي، د خصوصي سکټور د غړو د سفر په پلانونو، غړو ته د ویزو د ورکړې، د دواړو هېوادونو د مسوولینو او خصوصي سکټور د رسمي کتنو او یو شمېر نورو مسایلو او پرمختګونو په اړه خبرې وشوې.
ټاکل شوې چې د افغانستان او قزاقستان رسمي پلاوي او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکټور ترمنځ د سوداګریزو اړیکو کنفرانس هم جوړ شي.
ـــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس