معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قزاقستاني پانګوالو د افغانستان پر کانونو پانګونې ته چمتوالی ښودلی

قزاقستاني پانګوالو د افغانستان پر کانونو پانګونې ته چمتوالی ښودلی

کابل-ګهیځ نیوز(د لړم / عقرب لومړۍ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانستان او قزاقستان پلاوو د سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او کانونو په تړاو خبرې کړي.

د افغانستان او قزاقستان د دوه اړخیزو غونډو په دوام د دواړو هېوادونو پلاویو په بېلابېلو پنلونو کې په یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې کړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، د دواړو هېوادونو پلاوو د سوداګرۍ، ترانزیټ او حمل او نقل په پنل کې د سوداګریزو اړیکو د پراختیا، د قزاقستان له لارې د افغانستان او چین ترمنځ د ترانزیټي لارو د زیاتوالي، د حمل او نقل په سکتور کې د اسانتیا رامنځته کولو او د ریل پټلۍ له لارې په لېږد را لېږد کې د تعرفې په کموالي خبرې شوي.

یاد وزارت زیاته کړې، دغه پلاوو د انرژۍ او کانونو په پنل کې د کانونو د استخراج او پروسېس په برخه کې د قزاقستان د ظرفیت په تړاو او په افغانستان کې د شته امکاناتو او ګډې همکارۍ په اړه خبرې کړي.

د یاد وزارت په وینا، دې غونډو کې قزاقستاني پانګوالو د افغانستان په کانونو پانګونې ته چمتووالی ښودلی او افغان پلاوي قزاقستاني لوري ته بلنه ورکړې، څو افغانستان کې د پانګونې شته فرصتونه له نږدې وګوري.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس