معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قزاقستان وایي، هڅه کوو چې افغانستان د اورګاډي پټلۍ له لارې سیمې سره وصل شي

قزاقستان وایي، هڅه کوو چې افغانستان د اورګاډي پټلۍ له لارې سیمې سره وصل شي

کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وري ۲۶ نېټه):
د راپورونو له مخې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او سوداګرۍ وزیر سریک ژومانګارین سره په کابل کې ليدلي او د ټرانزیټ، سوداګرۍ او اقتصادي ودې او په افغانستان کې د پانګونې په اړه یې ورسره خبرې کړې دي.
د دې وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په حواله پر ټویټر لیکلي، د سرپرست افغان حکومت بهرنی سیاست متوازن او اقتصاد محوره دی.
دوی زیاتوي، په افغانستان کې د قزاقستان سوداګرو ته د پانګونې لپاره ښه فرصتونه رامنځته شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ژومانګارین له قوله زیاته کړې، افغانستان په سیمه کې د ټرانزیټ له اړخه ځانګړی موقعیت لري، ځکه په خبره یې دا د منځنۍ او سویلي اسیا تر منځ د وصل نقطه ده او هېواد یې هڅه کوي چې افغانستان د اورګاډي پټلۍ له لارې له سیمې سره ونښلول شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس