معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قطر د افغانستان او نړۍ ترمنځ د سیاسي لارې د پیدا کولو په هڅه کې دی

قطر د افغانستان او نړۍ ترمنځ د سیاسي لارې د پیدا کولو په هڅه کې دی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویي ۲۸ نېټه):
د راپورونو له مخې د قطر د بهرنیو چارو وزارت وايي، دوحې د افغانستان په مسایلو کې د یوه منځګړي رول لوبولی او اوس هم غواړي، څو د دغه هېواد او نړۍ ترمنځ د سیاسي لارې د موندلو لپاره کار وکړي.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد محمد الانصاري په یوه خبري ناسته کې کندهار ته د قطري پلاوي د وروستي سفر په اړه ویلي، چې په دغه سفر کې پر مهمو اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي.
ماجد محمد الانصاري زیاته کړې، قطر د افغانستان د سوکالۍ لپاره د ورور افغانستان له خلکو سره د مرستو په برخو کې ستره ونډه اخیستې ده.
د ده په خبره اوس قطر د بشري مرستو او همداراز د افغانستان او نړۍ تر منځ د یوې سیاسي لارې د رامنځته کېدو په تړاو هڅې کوي.
دې وروستیو کې باورونه دا دي چې د سرپرست افغان حکومت او نړیوالو ترمنځ د اړیکو د ښه‌ والي لپاره قطر مهم رول لوبولی شي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس