کابل-ګهیځ نیوز(د لیندۍ / قوس ۱۲ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې کابل کې د قطر سفارت سلاکار مردیف القشوتي د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور معین سره لیدنه کې ویلي، د افغانستان د کلتوري ارزښتونو په رغونه کې ونډه اخېستل خپل انساني مکلفیت ګڼي.
اطلاعاتو کلتور وزارت ویلي، قطر چمتووالی ښودلی، چې د دوه اړخیز تړون په رڼا کې د افغانستان د ګڼو کلتوري او تاریخي ابداتو او مرکزونو په پیاوړتیا او جوړونه کې اساسي ونډه واخلي.
د دغه وزارت د هنر او کلتور معین ویلي، افغانستان د تاریخي او هنري اثارو له اړخه بډایه هېواد دی او د اسلامي معمارۍ، خطوطو، ميناتورۍ، موزیمونو او نورو کلتوري برخو د څېړنو او ګډو نندارتونو په برخو کې تفاهم او کارکولو ته چمتو دي.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/