شنبه، د لړم ۲۸مه
کابل/ګهیځ: د قطر هېواد په پلازمېنه کابل کې د سوري زړه پر ناروغۍ د ۱۶۹ اخته ماشومانو د درملنې لګښت پر غاړه اخلي.
د افغاني سرې میاشتې عمومي سرپرست رئیس مولوي مطیع الحق خالص په کابل کې د قطر له شارژدافیر عبدالله محمد الحبابي سره کتلي او په راتلونکي ژمي کې له افغانانو سره د مرستې پر موضوع یې سربېره د سوري زړه پر ناوغۍ د اخته ماشومانو د درملنې په اړه یې ور سره خبرې کړي.
د باختر دولتي خبري اژانس د راپور پر بنسټ، په دې کتنه کې د قطر هېواد شارژدافیر ژمنه کړې، چې قطر او یا کابل کې به د افغاني سرې میاشتې له لارې د سوري زړه د ناروغانو په درملنه کې مرسته کوي.
محمد الحبابي ویلي، چې په کابل کې د افغانې سرې میاشتې له لارې د یادې ناروغۍ په برخه کې د ۱۶۹ ناروغانو لګښت پر غاړه اخلي.
نوموړي دغه راز څرګنده کړې، چې قطر هوډ لري په راتلونکي ژمي کې له افغانانو سره د خوراکي او ژمنیو توکو مرسته وکړي.
د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئیس مولوي مطیع الحق خالص د قطر هېواد ته ډاډ ورکړی، چې د سوري زړه ناروغۍ د درملنې په برخه کې به یې مرستې په پوره رونټیا تر اړمنو ورسوي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې څه موده وړاندې قطر هېواد خیريه مؤسسې په افغانستان کې د دفتر پرانيستلو او له افغانانو سره د بشري مرستو ژمنه کړې وه.