معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قطر ناسته کې سرپرست حکومت د بندیزونو لرې کېدو غوښتنه کړې

قطر ناسته کې سرپرست حکومت د بندیزونو لرې کېدو غوښتنه کړې

کابل-ګهیځ نیوز( د اسد/ زمري ۱۰ مه نېټه):
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په دوحه کې د ناستې پرمهال د امریکا له استازي غوښتي، چې پر سرپرست حکومت دې لګېدلي بندیزونه لرې کړل شي.
د سرپرست حکومت ویاند ويلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د امریکا له استازو سره په لیدنه کې همدارنګه له هغوی غوښتي چې د افغانستان په اقتصادي وده کې خنډ رامنځته نه کړي.
بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې په بشري مرستو، افغانستان ته د ازاد تګ – راتګ او افغانانو ته د نړۍ په هره برخه کې د کونسلي خدماتو رسېدل هم مهم موضوعات وو، چې بحث ورباندې وشو.
په دوحه کې د افغانستان په تړاو جوړه شوې غونډه چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مشرۍ په‌ کې يو پلاوي او د افغانستان لپاره د امریکا استازي، توماس وېسټ او د بشر او ښځو حقونو په چارو کې د امریکا استازې رینا امیري حضور درلود، چې پرون ورځ پای ته ورسېده.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس