معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / قطر په کندهار کې یو روغتیايي مرکز جوړوي

قطر په کندهار کې یو روغتیايي مرکز جوړوي

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا لومړۍ نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د قطر سرې میاشتې له لوري د کندهار ولایت په ډڼد ولسوالۍ کې د یوه روغتیايي مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

د خبر پر بنسټ په اړینو وسایلو سمبال دغه مرکز د ډنډ ولسوالۍ په کرز کلي کې د ۲۴۳ زره ډالرو په لګښت د ۶ میاشتو په موده کې رغول کیږي.

دغه راز د افغاني سرې میاشتې مرستیال عبداللطيف ثابت، د قطر هېواد د سرې میاشتې د استازي دکتور محمد صالح ابراهيم او په افغانستان کې د قطر د سرې میاشتې د مسوول احمد العثماني ترمنځ د کندهار د افغاني سرې میاشتې په سيمه ييز دفتر کې ناسته ترسره شوه.

په ورته مهال د قطر هېواد د سرې مياشتې استازي دوکتور محمد صالح ابراهيم ژمنه وکړه، چې د کندهار ولایت په درېیمه ناحيه کې به هم نوی روغتیايي مرکز جوړ کړي او تر راتلونکو درې کلونو پورې به د شته روغتیایي مرکزونو ټول اړین توکي او تجهيزات چمتو کوي.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس